د سیمې امنیت او د کړکیچ زیرمې
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

               

ایراني چارواکي او د پاکستان په لمسون او ګټه، القاعده او نور مذهبي توندلاري بیا بیا وایي چې د سیمې امنیت په افغانستان کې د ایساف او ناټو ځواکونو چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړې له مخې افغانستان کې حضور لري خراب کړی، په داسې حال کې چې تر ټولو لومړی د دغو پلمه ګرو هیوادو ویجاړوونکوهڅو لکه اټومي وسلو ته د ایران لاسرسی او د پنجاب د ملیتاریستي او شوونیستي غوښتنو څخه د مذهبي توندلارو او ترهګرو ملاتړ، سیمه ناامنه کړي او دغو لاملونو نړیوال ځواکونه اړکړي چې سیمې ته راشي او ووايي چې د ویجاړ شوي انډول د بیا سمبالتیا لپاره دلته پاتې دي !

اوس ټولو ته څرګنده ده چې سیمه کې د پنجاب او ایران لخوا بل شوی اور، نړیوال ځواکونه افغانستان کې دېره کېدو ته اړباسي او د دوی په لاس راولاړشوی تاوتریخوالی د هغو حضور ته ادامه ورکوي .  

زموږ سیمه چې هغې کې افغانستان او پاکستان وتلی او بوټلې ځای لري، نن سبا د ټولې سویلې او منځنۍ اسیا او په نړیواله کچه د نړۍ امنیت او دې سیمې سره د نړیوالو راتلونکو اړیکو په بسیا او بیا رغونه کې مونډیز ارزښت لري .

نړۍ او اسیا ته ددې سیمې ارزښت نور هم هغه مهال زیاتیږي چې دا سیمه د هندوستان د لويي وچې ، چین، ایران او د روسيي او د هغې د ختیځ د نفوذي ساحې هیوادونو په منځ کې د وصل او پیوستون لار جوړوي .

که د جنوبي اسیا په دې برخه، افغانستان او پاکستان کې امنیت وي، د ټولې اسیا او نړۍ له امنیت سره مرسته کوي او برعکس ناامني، تاوتریخوالی او جګړې، د ټولې سیمې او نړۍ امنیت ګواښولای شي !

ایران او په تېره بیا پاکستان د سیمې او نړۍ امنیت، په ډېرو لاملونو برمته کړی او تر خپل اغیز لاندې يي راوستی چې دلته به يي یوازې څو راوشمېرم.

پاکستان له افغانستان سره د ډیورند د تپلې کرښې پر سر تاریخي لانجه او شخړه لري، نو هڅه کوي چې افغاستان کې داسې ملي او پياوړې مرکزي واکمني رامنځته نه شي چې هغه د ډیورند کرښې شخړه راپورته کړي او پاکستان چې له هغې پرته هم له بلوڅو، سیندیانو سره کورنۍ ستونزه لري، د ډیوند کرښې په لانجه کې له پښتنو او د هغو په ملاتړ د افغانستان له ګواښ سره هم مخ شي. پاکستان له دې ډار او ویرې تل هڅه کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او وسلوال تیری حمایه کړي چې په دې توګه د مرکزي پياوړي دولت مخه ونیسی او کابل کې یو کمزوری دولت واکمن وي چې د سیمې لپاره د پاکسان د پراختیا غوښتونکو سیاستونو ملاتړ وکړي او د هغه سپوږمکۍ وي . پاکستان اوس هم ، افغانستان ته د ستراتيژیک کنډو ( Strategic depth ) په سترګه ګوري او له خپلې دې موخې نه دی تېر شوی .

د يکشنبې په ورځ (د اکتوبر ٢١) د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ايالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن په کابل کې له يوۀ خصوصي تلويزيون سره په مرکه کې د ډيورنډ پر کرښې خبرې کړې وې.

ښاغلي گروسمن ويلي و چې واشنگټن د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي نړيواله پوله بولي. خو دده په غبرګون کې کابل کې د بهرنيو چارو وزارت په يوۀ ليکلي پيغام کې د ډيورنډ کرښه افغانانو ته د تاريخي ارزښت وړ بللې ده. په انگريزي ژبه خپره شوې دغه خبرپاڼه زياتوي چې " افغان حکومت په همدې دليل د هر چا لخوا د دغې کرښې د مشروعيت په باب څرگندونې ردوي او بې ځايه يې بولي. بې بې سي »

همداراز پاکستان، د افغانستان په ګټه د ډیورند کرښې د حل له ډاره د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او د وسلوال تیري له ملاتړ سربېره ، په افغانستان  کې دننه د ملي ایتنکي اقلیتونو څخه، تر ځمکې لاندې او پټ ملاتړ کوي ترڅو په دې توګه افغانستان کې دننه قومي کړکېچ جاري وساتي چې له دې لارې مرکزي واکمني ټینګه نه شي او کابل په کور دننه هم له دغو اقلیتونو سره تل ، په شخړه کې ښکېل وي . دلته هم د پاکستان موخه دا ده چې افغانستان په کورنیو لانجو کې په ښکېلتیا سره، د ډیورند د لانجې د حل لپاره فرصت او امکانات پیدا نه کړي او له دې ناحيي څخه پاکستان ارام او خوندی وي .

په بله جبهه کې پاکستان، د کشمیر پر سر له هندوستان سره ژور اختلافات لري او ددغې تاریخي ستونزې پر سر پاکستان څو ځلې له هند سره توده جګړه کړې ده. له دې ناحيي هم د پاکستان او هندوستان اړیکې ترینګلې دي او دواړه هیوادونه تل د نیمه جنګ په شرایطو کې ژوند کوي.

په کور دننه، پاکستان د بلوڅانو ، سندیانو او پښتنو د ملي غورځنګونو سره مخ دی. دا قومونه خپل ملي هویت، ازادي او ملي حقوق غواړي، خو پاکستان يي نه شي ورکولای او که يي ورکړي ، پاکستان ډاریږي چې د بنګله دیش پشان به دا قومونه هم له پاکستانه بېل او دا هیواد به په څلورو ټوټو تجزیه شي .

په دې توګه پاکستان د ډیورند کرښې پرسر له افغانستان ، د کشمېر پر سر له هندوستان او په کور دننه د پښتنو، بلوڅو او سندیانو سره په دریواړو جبهو کې تاریخي شخړه لري .

پنجابی پوځ په دغه دریواړو جبهو کې په یوازې ځان نه شي جنګیدای او له هغو سره د مقابلې لپاره ددې هیواد اردو کفایت نه کوي، نو اړتیا لري چې د سیمې او نړۍ څخه مذهبي توندلاري او ترهګر رااشر کړي او داسې وځلوي چې پاکستان د مذهب په نوم جوړشوی، د هغه خونديتوب د پنجابي پوځ تر څنګ د نړۍ د مسلمانانو فریضه هم ده، ترڅو په دې پلمه اسلامي توندلارې او ترهګر د خپل پوځ په مخکینۍ لیکه کې وجنګوي. داسې کار د دوي په ګومان یوخوا د دوی پوځ نه نوم بدی کوي، ځکه مخامخ نه جنګیږي او د پردې ترشا به وي او بلخوا د توندلارو په ملاتړ به د پوځ عملیات د اسلام په نوم پټ وي او په تبلیغاتي جګړه کې به د دوی په ګټه وي .

همدارنګه پاکستان کې واکمنان او تر نورو لومړی ای ایس ای او پوځیان تل د « پاکستان په خطر کې دی » پر ځای « اسلام  په خطر کې دی » نارې وهي او تردې ماسک لاندې، له اسلامۍ نړۍ څخه  نه یوازې مذهبي توندلارې او ترهګر راغواړي بلکې له دې هیوادو څخه چندې راټولوي او مالي زیرمې ترلاسه کوي. بل پلو د عربي نړۍ د ځینو هیوادو ګټې په سیمه کې د پاکستان له ګټو سره سمون لري او پاکستان په دې لامل هم د دوی له ملاتړه د ترهګرو په پالنه او روزنه کې برخمن دی. پاکستان څخه د شیخو هیوادو ملاتړ په سیمه کې د ایران د نفوذ د پراختیا په وجه هم توجیه کیږي او پاکستان له دغو هیوادو څخه د ایران سره د مخالفت تر نوم لاندې پیسې او ملاتړ تر لاسه کوي.

له هغه ځایه چې پاکستان د نړیوال تروریزم مرکز دی او خپله هم یو تروریستي دولت لري او بلخوا اتومي وسله يي په لاس کې ده ، هروخت ددې خطر شته چې دا وسله پخپله د پنجابي دولت او یا د ترهګرو او القاعده په لاس، د سیمې او نړۍ په وړاندې وکاریږي او د سیمې امنیت ته ستر خطر پېښ کړي .

بل پلو په سیمه کې د سیمه یز زبرځواک پتوګه د ایران راځلیدا هم چې غواړي د شیعه مذهب طریقه د سیمې پر ولسونو ومني او د فرهنګي شریکې حوزې په نوم په سیمه کې خپل فرهنګي فاشیزم ته پراختیا ورکړي، سیمه کې کړکېچ ته لمن وهي. د ایران دا هڅه چې اتمي وسله ترلاسه کړي، د سیمې د ناامنۍ او بې ثباتۍ لپاره تر ټولو خطرناکه پېښه ګڼل کیږي .

په پایله کې ویلای شو د لرواو برو افغانانو په خوښه د ډیورند لانجې حل ، بلوڅو او سندیانو ته د دوی د ملي حقونو ورکړه ، په پاکستان کې د ترهګرو د روزنې او پالنې مرکزونه له منځه وړل، په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه او پوځي تیري بندول ، له هند سره د روغې جوړې له لارې د کشمېر د مسلې حل ، په پاکستان کې په اتومي وسلو د نړیوال څار ټیګښت ، په ایران کې د اتومي وسلو د جوړولو او د ایران د مذهبي شوونیزم مخنیوي، د هغو لاملونو په لړ کې شمېرلای شو چې که په وخت چاره يي وشي ، سیمه کې سوله او امنیت راوستلای شي .

اوس ددې وخت رسیدلی چې امریکا او لویدیځ ددغو غوښتنو په سرته رسولو کې چې د دوی ګټې هم پکې نغښتي دی د افغانستان او سیمې ولسونو سره ریښتینې مرسته وکړي او د سیمې ولسونه هم د شریکو ګټو د لاسته راوړلو لپاره له لویدیځ سره په یوه جبهه کې ګډ کار وکړي .

د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۲۲ مه

 


October 23rd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات